Book Name:Taqat e Mustafa

اَبُوقُثَم (یعنی خیر و بَرکت راغونډوونکے)  ([1]) او د والِده مُحترمه نوم مبارک ئې حضرت آمِنه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا دے ، حضرتِ سَیِّدُنا عبدُ اللہ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل والِد مُحترم حضرت عبدُ المُطَّلِب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په ټولو ځامنو کښي د ټولو نه ګران او خوږ وو. د قُريشو د قبيلے ټولو ښکلو ښځو حضرتِ سَیِّدُنا عبدُ اللہ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره د واده کولو درخواست اوکړو خو حضرت عبدُ المُطَّلِب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د داسې ښځې په تلاش کښي وو چې هغه د حُسن و جمال [يعني ښائست] او د حسب و نسب د شرافت لرلو سره سره د اعلٰی درجے پاکبازه او حياداره هُم وي. (سیرت مصطفے ، ص58)  

غيبي سوَرو بچ کړو (حکايت)

      يوه ورځ حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  ځنګل ته لاړلو ، هلته د مُلکِ شام غير مسلمو د يو څو علامتونو [يعني نښو] نه اوپيژندلو چې هُم دوئي د الله پاک د آخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم والِد مُحترم دے ، چنانچه هغوئي د حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د قتل (يعني شهيد) کولو ډير کوششونه اوکړل خو الله پاک په خپل فضل و کرم بچ کړلو. چنانچه د عالَمِ غيب نه ناڅاپه يو څو داسې سوَاره راغلل چې د دې دُنيا د خلقو په شان نه وو ، هغوئي د دوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دُښمنان په وهلو وهلو اوزغلول او حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ئې په حفاظت خپل کور ته اورسولو. (سیرت مصطفے ، ص58)

 

خپل مبارك مور و پلار ئې ژوندي كړل

       هر چا ته خپل مور و پلار ګران وي ، نو زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ  وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته به ولے نه وي ګران! خپل مبارَك مور و پلار ئې په خپل اُمَّت كښې د شامِلَوَلو د پاره د ربِّ


 

 



[1]   شرح زرقانی علی المواھب اللدنیة ، المقصد الاول...الخ ، ۱ / ۱۳۵۔