Book Name:Taqat e Mustafa

د غټ ګټ ماتيدل

     مشهور صحابي حضرتِ سَيِّدُنا جابِر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي : د (غزوۀ خَندَق په موقع) خَندَق كنستلو كښې ناڅاپه يو سخت ګَټ راښكاره شو چې هغه هيڅ چا هُم نه شو ماتولے. چې مونږه په بارګاهِ رِسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كښې دا حالت عرض كړو نو ھغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم راپاڅيدلو ، د درې ورځو لوَږه ئې وه او په خيټه مبارَكه باندې ئې كانړي تړلي وو حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پرې په خپلو لاسو مباركو د پَلْك ګوزار اوكړو نو ګَټ د شګو د وراسته خټ په شان ريزه ريزه شو.  (بخاری ، کتاب المغازی ، باب غزوۃ الخندق ، ۳ / ۵۱ ، الحدیث : ۴۱۰۱) په يو بل روايت كښې دي چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هغه ګټ باندې د پَلْك درې ګوزاره اوكړل ، په هر ګوزار باندې به د هغې نه يوه رنړا وتله او په هغه رنړا كښې نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شام ، ايران او يَمن ښارونه اوليدل او صحابه كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ته ئې د دې دريواړو ملكونو د فتح كيدلو زِيرے وركړو.

(المواھب اللدنیۃ مع شرح الزرقانی ، باب غزوۃ الخندق...الخ ، ۳ / ۳۱  (

     حضرت جابر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ فرمائي چې د مسلسلې لوَږې په وجه ما د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خىټه مباركه كانړي اوليدل نو ډير خفه شوم ، ما د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اجازت اوغوښتلو يَا رَسُوْلَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما ته كور ته د تللو اِجازت راكړئ. (اِجازت ئې چې راكړو او كور ته لاړم نو) ما خپلې بي بي رَضِیَ اللهُ عَنْهَا  ته اووئيل چې ، ما تاجدارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په داسې حالت كښې اوليدلو چې صبر نه شم كولے. آيا تاسو سره د (خوراك) څه څيز شته دے؟ هغې اووئيل : وربشې او يوه چيلئ ده. ما چيلئ حلاله كړه او وربشې مې وړه كړې تر دې چې مونږ دواړو غوښه په كټوئ كښې واچوله. زه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې حاضِر شوم هغه وخت وړه نرم شوي وو او د ډوډو پخولو قابل شوي وو او كټوئ په نغري باندې پخيدو ته نزدے وه. (ما