Book Name:Taqat e Mustafa

مخكښې نه مختلفه نه وه يعني دا ځل هُم هغه په يو ساعت كښې شكست اوخوړلو. رُكانه ډير حيران شو. د هغه په وهم او ګمان كښې هم نه وو چې د هغه په شان غټ او مضبوط پهلوان به دا حشر كيږي. خو بيا هُم هغه شكست منلو ته تيار نه وو. په دريم ځل ئې بيا د كُشتئ درخواست اوكړو او حُضُور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قبول كړو. په دريم ځل هم هغه د حُضُور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د طاقت مقابَله اونكړے شوه او په زمكه راپريوتو او شكست ئې اوخوړو. بيا هغه اُووئيل چې : دا هر څه [چې اوشو دا] تاسو نه دي كړي بلكه ستاسو غالب او قادر معبود الله اوكړل او زما خدايانو زه رُسوا كړم.  (دلائل النبوۃ للاصبہانی ، الفصل التاسع عشر ، ذکر خبر رکانۃ ، ۲ / ۲۳۵ماخوذاً)      یو روایت كښې دا هُم دي چې رُكانه پهلوان وئيلي وو چې كه تاسو (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) زه را اوپرزولم نو زه به مسلمان شم ، چنانچه رُكانه مسلمان شو ، يعني په هُم هغه ساعت ئې اسلام قبول كړو او د يو روايت مطابق هغوئي د فتحِ مكه په ورځ اسلام قبول كړے وو.  

(شرح الزرقانی علی المواہب ، الفصل الثانی فیما اکرمہ الله...الخ ، ۶ / ۱۰۲) 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! سُبْحٰنَ الله ! تاسو اوليدل چې زمونږه خوږ آقا مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  څومره طاقتور او د اعلٰى اخلاقو مالك وو چې مخامخ كس د جګړے كولو خبره او د كُشتئ چيلنج كوي ، ترخے خبرې كوي ، دهمكيانې وركوي ، خو قربان شم د حُسنِ اخلاق د پيكر ، محبوبِ اكبر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خُلقِ عظيم نه چې د سختو خبرو جواب كښې ئې د حِلم او بُردبارئ او صبر و استقامت او نرمئ نه كار واخستلو. او دا د سركارِ دوعالَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادتِ كريمه وو چې د بد اخلاقئ سُلوك كولو والا ، رټلو ، وهلو ، دباوونه كولو ولا ، بد بد كتلو والا يا د هر قِسم  بد اخلاقئ كولو والؤ سره به ئې هم د مينې او محبت سلوك كولو ، او د بد اخلاقئ سُلوك