Book Name:Taqat e Mustafa

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د دې روايت نه معلوميږي چې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل نُبُوَّت په نظر ليدلي وو چې كه يزيد بِن رُكانه سره داسې سُلوك اوكړے شي نو هغه به ايمان راوړي ، ځكه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه سره مقابله اوكړه او وروسته ئې ټولې چيلئ په تُحفه كښې بيرته وركړې او د هُم دې حُسنِ سُلُوك په وجه هغه اسلام قبول كړو. بهرحال هغه د تربِيَّت زمانه وه او د جوارئ د حرام كيدو نه مخكښې واقعه ده ځكه د دې نه مونږه [د شرط لګولو] دليل نه شو نيولے ، مونږه به په هر صورت كښې د هغه كار  نه ځان ساتو كوم چې شريعت منع كړے دے.

د جوارئ تعريف او د هغې بعضې صورتونه

      هره هغه لوبه چې په هغې كښې دا شرط وي چې د مغلُوب (يعني بَيللو والا) يو څيز به غالب (يعني ګټلو والا) ته وركولے كيږي دا قِمار (يعني جُواري) ده. (التّعریفات ص ۱۲۶)

   ياد ساتئ! جواري حرام او جَهنَّم ته بوتلونكے كار دے. د جوارئ يو صورت دا هُم دے ، لكه نن صبا چې په موبائل د كمپنئ له طرفه ميسيج راځي چې مَثَلًا كوم ټيم به ميچ ګټي؟ يا پاكستان په كومه ورځ جوړ شوے وو؟ صحيح جواب وركولو والؤ د پاره مختلف انعامات مقرر وي او د حِصَّه اخستونكي د بيلينس نه څه رقم مَثَلًا 10 روپئ كټ كيږي ، د چا چې انعام نه را اوځي د هغوئي رقم ضائع شي [او د چا چې را اوځي هغوئي ته ډير انعام ملاو شي] دا هم جواري ده. جواري حرامه او جَهنَّم ته بوتلونكے كار دے.

   هُم دغسې په مختلفو لوبو مَثَلًا كركټ ، كيرم ، بلئرډ ، تاش ، لُډو ، شطرنج وغيره هُم دوه طرفه شرط لګولے كيږي چې بيللو والا به ګټلو والا ته دومره رقم يا فلانكے څيز وركوي (يا به پرے ډوډئ خوري وغيره) دا هُم جُواري او حرام كارونه دي. ځكه مونږ