Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa

حاجتمندو حاجتونه پوره كوي. مونږ له هم پكار دي چه د دے پاك در حاضرئ د پاره بے قراره اوسو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

ټول كثرت هغوئي  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته وركړے شوے دے

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! كه قرانِ كريم د اِيمان په نظر اوكتلے شي نو په دے كښے ځائے په ځائے د سرورِ كائنات صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعتونه ښكاري، كه قرانِ كريم د محبتِ رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نظر اوكتلے شي نو د دے په هر هر حَـرف كښے د نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعريف دے، كه قرانِ كريم د اِطاعتِ رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نظر اوكتلے شي نو ځائے په ځائے پكښے د رسولِ اكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان و عظمت ښكاري، الغرض كه د الله پاك حَمْد و ثنا وي يا د عقائدو آيتونه، كه د تيرو انبياؤ عَـلَـيْهِمُ الصَّلوةُ  وَالسَّلَام واقعات وي او كه د هغوئي د اُمَّتونو احوال، د قرآنِ كريم هره يوه موضوع كښے د محبوبِ كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوصاف موجود دي. الغرض! ټول قرآن پاك د حُضُور اكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  نعت او شان بيانوي. چنانچه

     الله پاك په سيپاره ٣٠ سورۀ كوثر آيت نمبر١ كښے داسے ارشاد فرمائي:

اِنَّاۤ اَعْطَیْنٰكَ الْكَوْثَرَؕ(۱) (پ۳۰، الکوثر:۱)              

مفهوم تَرجَمَۂ کنزُ الایمان: اے محبوب (صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) بيشکه مونږه تا ته بيشُميره صفتونه دركړي دي.