Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa

كرم كولو والؤ [سخيانو] دا شان نه دے چه هغوئي خپلے دروازے ته راتلونكي سوالګر ته انكار اوكړي او تش لاس ئے اوليږي. (٢) زه ګنهګار يم خو مومِن يم او تاسو په مؤمنانو باندے مهربانه او رحم كولو والا ئے، زه ستاسو د در سوالګر يم، الله پاك په قرآنِ پاك كښے فرمائيلي دي: وَ اَمَّا السَّآىٕلَ فَلَا تَنْهَرْؕ(۱۰)يعني اے حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! سوالګر مه رټه. (٣) سوالګر چه څنګه تاسو ته لاس خور كړي نو تاسو هغوئي ته ډير زيات عطا كوئ ځكه چه په غوښتلو او وركړه كښے صرف د لاسونو خورولو همره ساعت وي. (٤)افسوس! زما په شان بے حيا، مخ تورن ستاسو په خدمت كښے د حاضرئ جُراٴت چرته كولے شي، خو تاسو كريم ئے او مُعافي كول ستاسو عادت مبارك دے. (٥) او كه زه ستاسو دربار پريږدم نو چرته لاړ شم، ستاسو نه علاوه به څوك ما خوا ته پريږدي او زما په شان د بے كاره كس د حال تپوس به څوك اوكړي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان شوي واقعے نه معلومه شوه”چه څوك په ژړا سوال اوكړي د هغه كار كيږي“ هغه اعرابي اوژړل، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربار كښے د هغه ژړا او بے قراري او فرياد كول او د حُضُورِ انور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دربار كښے اوښكے بَهَيَول د هغه په كار راغلل او د غلامانو د حال نه خبردار آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه ته د بخښنے زيرے وركړو. معلومه شوه چه په بارګاه مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كښے نن هم د بخښنے انعامونه تقسيميږي، نن هم ګنهګارانو ته د رحمت په لمَن كښے پناه وركوي، نن هم د بے آسره اُمَّتيانو مدد كوي، نن هم د غمزپلو غمرازي كوي او نن هم د