Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa

دولس مدني كارونو كښے يو مدني كار ”چوك درس“

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! د دعوتِ اسلامي په مدني ماحول كښے د خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان و عظمت بيانيږي، اَلْحَمْدُ لِلّٰه په دے ماحول كښے د خلقو په زړونو كښے محبتِ رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيدا كيږي. تاسو هم پخپلو زړونو كښے د محبتِ رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شمع روښانه كولو د پاره د عاشقانِ رسول مدني تحريك دعوتِ اسلامي مدني ماحول كښے شامل شئ او د ذِيلي حلقے په دولسو مدني كارونو كښے په اخلاص سره خپل كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ.

      ياد ساتئ! د ذِيلي حلقے په دولسو مدني كارونو كښے يو د روزانه مدني كار ”چوك درس“ هم دے. د دے مدني كار بيشميره فائدے دي، مثلاً ٭ چوك درس“ مسلمانان د بدو (كارونو) نه د بچ كولو ذريعه ده، ٭ چوك درس بيلمانځه لمُونځ ګزاره جوړوي، ٭ چوك درس“جمات ته نه راتلونكي جمات ته نِزدے كوي، ٭ د ”چوك درس“ په بركت د نيكو رَغبَت پيدا كيږي، ٭ د ”چوك درس“ په بركت په علاقه كښے مَدَني كارونه ترقي كوي. ٭ چوك درس“ د لمُونځو د پابندئ  د سوچ وركولو نه علاوه د عِلمِ دين د ډيرو خبرو زده كولو ذريعه ده. راځئ چه د ترغيب د پاره د چوك درس يو مدني سپرلے واورو، چنانچه