Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa

ستا د نوراني مخ قَسم

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه په قرآنِ پاك كښے بيان شوو د نبـي اكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تعريف او اوصافو په باره كښے بيان اوريدلو، الله پاك په خپل پاك كلام كښے د خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په قِسم قِسم صفتونه بيان كړي دي. بعضے ځائے كښے په ډيرو آيتونو كښے د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت موجود دے او بعضے ځائے كښے پوره پوره سورت د محبوب اوصاف بيانوي، بعضے ځائے كښے ئے د محبوب د قدمونو سره د لګيدلي خاورے قسم بيان كړے دے نو بعضے ځائے كښے ئے د محبوب د ښار قسم بيان كړے دے. بعضے ځائے كښے ئے د محبوب سره نسبت لرونكو څيزونو عظمت او اوچتوالے بيان كړے دے. بعضے ځائے كښے ئے د محبوب د مبارك مخ قسم بيان كړے دے، بعضے ځائے كښے ئے د محبوب د لمُونځونو قسم بيان كړے دے نو بعضے ځائے كښے ئے د محبوب د شپے په تِياره كښے عبادت كول بيان كړي دي. الغرض پوره كلامِ اِلٰهي د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  تعريف بيانوي.

    سُوْرَةُ الضُّحٰـى اوګورئ دا مكمل سورت د حضور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په صفت مشتمل دے. خاص طور د دے وړومبنو دوه آيتونو كښے خو ئے ډير په ښكلي انداز كښے د مصطفٰى كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم، مبارك مخ ته د څاښت سره او مباركو زُلفو ته د شپے د تِيارے سره تشبيه وركړي ده، چنانچه

     الله تعالٰى ارشاد فرمائي: