Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa

صابون دانئ کښے کږدئ چه په هغے کښے اوبه بالکل نه وي، ٭ د څښلو نه  پس په ګلاس كښے پاتے شوي اوبه د اړولو په ځائے بل چا ته څښلو د پاره وركوئ يا ئے په بل څه [كار] كښے استعمالوئ. ٭ په استِنجاخانه كښے لَوټه استِعمالوئ ځكه چه په فُواره باندے په طهارت [يعني استنجا] كولو كښے اوبه هم زياتے خرچ كيږي او ښپو ته هم اكثر دارے كيږي.٭ كه د نَل نه اوبه څڅيږي نو د دے فوراً څه حل اوباسئ كه نه وي نو اوبه به مسلسل ضائع كيږي.

     قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د 312 صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه 16 او (٢) د 120 صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ هديه کړئ او اولولئ. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښے عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.

صَــلُّـوْا  عَـلَـی   الْـحَبِيْـب!                                                                                             صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د راروانے هفته وارے اجتماع د بیان جھلکیانے

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اِنْ شَــآءالـلّٰـه عَزَّوَجَلَّ د آئندہ هفته وارے د سُنّتو ډكے اجتماع  د بیان موضوع به وي د ”د خوږ آقا ښكلي اداګانے“ په دے بيان كښے به د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ىو څو خوږے خوږے اداګانے او سنتونه مثلاً د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خبرو كولو انداز به څنګه وو؟ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د طعام خوړلو انداز به څنګه وو؟ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په معاشره كښے د اوسيدلو انداز به