Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa

وَسَلَّم په مؤمنانو باندے ”احسان“ قرار كړے دے. ٭ په سورۀ انبياء آيت نمبر١٦٠ كښے ئے خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټول جهان د پاره رحمت قرار كړے دے. ٭ په سورۀ قلم آيت نمبر ٤ كښے ئے نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته صاحبِ خُلق عظيم وئيلے شوے دے. ٭ په سورۀ بنـي اسرائيل آيت نمبر١ كښے ورته ”صاحبِ معراج“وئيلے شوے دے. ٭ په سورۀ بقره آيت نمبر٣٣ كښے ورته ”دُعائے ابراهيمي“وئيلے شوے دے. ٭ په سورۀ صَف آيت نمبر٦ كښے ورته ”بِشارتِ عيسٰى“وئيلے شوے دے. ٭ په سورۀ كوثر آيت نمبر١ كښے ورته ”صاحِبِ كوثر“،  ٭ او په سورۀ بنـي اسرائيل آيت نمبر٧٩ كښے ورته ”صاحِبِ مُقامِ مَـحمُود“ وئىلے شوے دے، الغرض ټول قرآن مجيد الله پاك د خپل محبوب كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شان كښے نازل كړے دے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

قرآن او صِفَتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوریدل چه په قرآن مجيد كښے پخپله الله پاك د خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعريف بيان كړے دے، د خپل محبوب اوصاف، شان و عظمت او خصوصيات ئے په خپل پاك كلام [قرآن مجيد] كښے ذكر كړي دي، دا دے خبرے ته اشاره ده چه دا څه عامه هستي نه ده، بلكه زما محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نه اعلٰى دے، زما محبوب د دواړو جهانونو سردار دے، زما محبوب په هر وَصف كښے لاجوابه دے، ما چه نورو انبياؤ عليهم السلام ته کوم [جُدا جُدا] صِفات عطا