Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa

قرآنِ كريم كښے بيان شوي ده ، مثلاً په قرآنِ كريم كښے بعضے ځائے كښے هغوئي ته شفاعت كولو والا وئىلے شوے دے، بعضے ځائے كښے ورته سِراجاً مُّنِيْراً وئيلے شوے دے. بعضے ځائے كښے ورته يٰـس او طٰـه وئىلے شوے دے، بعضے ځائے كښے ورته مُزَمِّل او مُدَّثِّر وئىلے شوے دے، الغرض الله پاك خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته بيشميره اوصاف او خصوصيات وركړي دي، د دے مُتَعَلِّق به اورو. اے كاش! چه مونږ ته ټول بيان د ښو ښو نيتونو او مكمل توجه سره د اوريدلو سعادت رانصيب شي. راځئ چه د عَظَمتِ مُصطَفىٰ نه ډك يو څو واقعات واورو: چنانچه

په دربارِ رسول كښې حاضريدلو والا اوبخښلے شو

    اَميرُ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا عَلِـىُّ الْمُرْتَضٰى رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه فرمائي چه د حُضُور نبئ اكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وصال ظاهري نه درے ورځے پس يو اَعرابي [د عربو د يو كلي اوسيدونكے] مسلمان د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په روضه مُقَدَّسه حاضر شو او قَبْرِ انور  نه ئے غيږه تاؤ كړه، بيا ئے څه خاوره په خپل سر واچوله او داسے عرض ئے اوكړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو چه څه فرمائيلي دي په هغے مونږه ايمان راوړے دے. الله پاك په تاسو قرآن پاك نازل كړے دے چه په هغے كښے ئے ارشاد فرمائيلے دے:   

وَ لَوْ اَنَّهُمْ اِذْ ظَّلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ جَآءُوْكَ فَاسْتَغْفَرُوا اللّٰهَ وَ اسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُوْلُ لَوَجَدُوا اللّٰهَ تَوَّابًا رَّحِیْمًا(۶۴) (پ۵،النسآء :۶۴)            

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او كه هغوئي په خپلو ځانونو ظُلم اوكړي، نو اے محبوب! ستاسو