Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa

فَانْفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَیْنًاؕ (پ:۱، البقرۃ : ۶۰) 

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : د هغے نه فوراً دولس چينے روانے شوے.

د ګوتو مباركو نه ئے اوبه جاري شوے.

     زمونږه د خوږ نبـي رَسُولِ عربي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ګوتو مباركو نه دومره اوبه جاري شوے چه پينځلس سوه كسانو اوڅښلے او اودسونه ئے هُم پرے اوكړل. دا مُعجزه د كانړي نه د اوبو جاري كيدلو د معجزے نه زياته عجيبه ده ځكه چه د كانړي نه خو اوبه اكثر را اوځي او نهرونه ترينه جاري كيږي  خو د غوښے نه دومره زياتےاوبه جاري كيدل [ډيره غټه] مُعجِزه ده. راځئ چه د دے مكمله واقعه واورو: چنانچه

       په شپږمه هجرئ كښے رسولِ اكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عُمرے ادا كولو اراده اوفرمائيله او د مدينے منورے نه د مكے په لور روان شولو او د حُديبيه په ميدان كښے ئے پړاؤ اوكړلو. د خلقو د ګنړے په وجه د حُديبيه كوهے اوچ شو او هلته موجود خلق د اوبو د يو يو څاڅكي محتاجه شو. په دغه وخت كښے د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رحمت په جوش كښے راغلو او هغوئي (صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) په يو غټه پياله كښے خپل لاس مبارك كيښودلو نو د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مباركو ګوتو نه داسے د اوبو ولے جاري شوے چه د پينځلس سوه خلقو لښكر پرے موړ شو. خلقو پرے اودسونه او غسل هم اوكړو او په څاروو ئے هم اوڅښلے، خپل ټول مشكونه او لوښي ئے هم