Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa

د چوك درس په بركت زما اصلاح اوشوه

     د لائنز ايريا (كراچي) په يوه كوڅه كښے ولاړ د دعوتِ اسلامي يو عمامے والا اسلامي ورور يواځے چوك درس وركولو، یو كس چه ھغه د دين نه عملي طور دومره لرے وو چه شنے عمامے والؤ نه خو به لرے تښتيدلو خو چه هغه اسلامي ورور ئے يواځے په درس وركولو اوليدلو نو پته نشته چه ولے ئے زړه نرم شو او هغه په چوك درس كښے شريك شو، په چوك درس كښے شريك كيدل د هغه د اصلاح سبب اوګرځيدل او هغه مدني ماحول كښے شامل شو، د دے بيان وركولو وخت كښے اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه هغه علاقائي سطح باندے د مدني انعاماتو ذمه دار دے، يوه ورځ هغه وه چه هغه د شنے عمامے والؤ نه لرے تښتيدلو خو اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه نن د هغه په سر ھم د عِمامے شريفے تاج ځليږي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د دُنيا دستور دے چه كله بادشاه په خپلو درباريانو كښے چا باندے خپل خاص عنايتونه كوي نو هغه ته داسے خاص خاص انعامات وركوي، چه د هغے په وجه د هغه مرتبه او قدر د هر كس په نظر كښے زيات شي او د هغه حيثيت د نورو نه بالكل ښكاره او جدا شي  او هغه كمالونه او مرتبے چه نورو خلقو ته هُم وركړے شوي وي نو بادشاه خپلو خاصو درباريانو ته هغه [كمال او مرتبے] وركولو سره سره نورے ډيرے ښے ښے مرتبے هُم وركوي دغه شان الله پاك خپل خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د ټولو مخلوقاتو نه زيات انعامونه [كمال او مرتبے]