Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa

څنګه وو؟ او ورسره به د صحابۀ كرامو او صحابياتو او بُزرګانِ دين رحمهمُ الله تعالٰى د سُنَّتِ رَسُول سره ډير زيات مَحبَّت او په سُنَّتو د عمل كولو واقعات هُم بيانيږي.

لِـهٰذا د الله تعالٰى د رضا د پاره راروان زيارت له هُم اجتماع كښے د حاضرئ نِيَّت اوكړئ او د انفرادی کوشش كولو او نور اسلامی ورونړه ځان سره د راوستلو نِيَّت هُم اوكړئ. لاس اوچت كړئ او په زوره اُووائے. اِنْ شَــآءالـلّٰـه

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع كښے

لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او  (2) دُعاګانے

(1) د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود

اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ

الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ

بُزرګانو فرمائيلي دي چه څوك هره شَبِ جُمعه (يعني د جُمُعے او زيارت مينځنئ شپه باندے) دا دُرُود شریف پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت كښے د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر كښے د داخليدو وخت كښے هُم، تر دے چه سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر كښے د خپل رَحمت نه ډكو لاسونو باندے كوزوي.[1] راځئ چه مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.


 

 



[1]… افضل الصلوات علی سید السادات، الصلاۃ السادسۃ والخمسون،ص۱۵۱ملخصًا