Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa

     اول دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورئ: (1) خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: په اوداسه كښے ډير شے اوبه اړولو كښے خير نشته او دا كار د شيطان له طرفه دے. (کنز العمال،۹/۱۴۴، حدیث:۲۶۲۵۵ ) (2) حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو كس په اودس كولو اوليدلو، اوئے فرمائيل: اسراف مه كوه، اسراف مه كوه. (سنن ابن ماجہ ،کتاب اطہارۃ و سننہا،باب ما جاء فی القصد فی الوضوء۔۔الخ ۱/ ۲۵۴، حدیث:۴۲۴) ٭ كه د وقف په اوبو اودس كوئ نو زياتے اوبه خرچ كول بِالاتِّفاق حرام دي. (د اودس طریقه) ٭ بعضے خلق په چونګ كښے اوبه داسے تيزے اچوي چه د ډكيدو سره ترے اخوا ديخوا اوړي حالانكه كومے چه واوښتے هغه بيكاره لاړے د دے احتياط پكاردے. (د اودس طریقه) ٭ د نن وخته پورے مو چه څومره ناجائزه اسراف كړے دے، د هغے نه توبه اوكړئ او بيا د پاره د بچ كيدلو پورا كوشش شروع كوئ. ٭ د اَودَس په وخت كښے نَل په احتياط سره چالو كوئ، كه كيدے شي نو د اَودَس په وخت كښے يو لاس د نل د پاسه ساتئ او د ضرورت په پوره كيدو سمدستي نل بندوئ.  ٭ د مسواك كولو، د خُلے وِينځلو، د غړغړے كولو، د پوزے پاكولو، د ګِيرے او د ګوتو د خِلال او د مسح كولو په وخت كښے چه يو څاڅكے هم نه څڅيږي، داسے د نل صحيح بندولو عادت جوړكړئ. ٭ په جمي [يعني د يخنئ په موسم] كښے د اَودَس يا د غسل كولو او د لوښو يا جامو وِينځلو د پاره د ګرمو اوبو حاصلولو د پاره په پائِپ كښے جمع شوي يخے اوبه هسے د بهيولو په ځائے مخكښے په څه لوښي كښے د ويستلو تركيب جوړوئ. ٭ لاس يا مخ وينځلو د پاره د صابون زګ جوړولو كښے هم اوبه په احتياط سره خرچ كوئ. ٭ د استعمال نه پس صابُون په داسے