Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa

انګلش (Madani Channel English)، مدني چينل انګلش لائيو (Madani Channel English Live)، او نعت پروډكشن (Naat Production) شامل دي. د دے ټولو پيجونو استعمالوونكو (Subscribers) تعداد ټول تقريباً  1.7 ملين ته رسيدلے دے.

          كه تاسو هم سوشل ميډيا استعمالوئ نو دا پيجيز (Pages) او چينلز (Channels) لائيك او سبسكرائب (Subscribeكړئ، د دے كونټينټ ښه ډير شيئر كړئ او د قران او سُنَّت پيغام ټولے دنيا ته رسولو كښے دعوتِ اسلامي  سره مرسته اوكړئ. الله تعالٰى دِ د دعوتِ اسلامي  هرے شعبے ته ترقي وركړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

        خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښے د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به  جنّت کښے زما سره وي.‘‘ (ابنِ  عساكر  ج٩ ص ٣٤٣)

سینہ   تیری  ُسنَّت  کا  مدینہ  بنے  آقا                                                     جنت میں   پڑوسی  مجھے  تم   اپنا   بنانا

سِينه مے دِ شي  جوړه  د  سنّتو  مدينه  خوږه آقا               جنّت كښے مے خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا

په اوبو كښے د اسراف نه د بچ كيدلو متعلق يو څو اهم نكات

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو!  راځئ چه د شيخِ طريقت، اميرِ اهلسنت، حضرت علامه مولانا محمد الياس  دَامَتْ بَـرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه   د رسالے ”د اودس طريقه“ نه د اوبو د اسراف نه د بچ كيدلو په باره كښے يو څو نكات واورو: