Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa

چه قلمونه او سياهي به په ليكلو ليكلو ختم شي، د بيان الفاظ به ختم شي خو حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندے د درود شريف لوستلو بركتونه او فضيلتونه به ختم نه شي. ياد ساتئ چه دُرُود شريف يو داسے عمل دے چه دا عمل پخپله الله رَبُّ الْعِزَّت جَلَّ شَانہٗ هُم كوي، چنانچه قرآنِ كريم، دوه ويشتمه سيپاره آيت نمبر ۵٦ كښې الله تَبارَكَ وَ تَعَالٰى اِرشاد فرمائي:

اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىٕكَتَهٗ یُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِیِّؕ-یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَیْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِیْمًا(۵۶)

 [مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : بيشكه الله او د هغه فرښتےدُرُود ليږي په هغه عيب ښودونكي (نبي) باندے، اے ايمان والؤ په هغوئي دُرُود او ډير سلام اوليږئ.

       اے عاشقانِ رَسُول! معلومه شوه چه ٭ الله پاك او د هغه فرښتے په نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندے دُرُود ليږي. ٭ دا آيتِ مباركه د حُضُور سَيِّدُ الْمُرسَلِين، خَاتَمُ النَّبِيّين، جنابِ رَحمةٌ لِّلعٰلمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صَريح [يعني واضحه] نعت دے ٭ په دے آيت كښې مسلمانانو ته په خپل خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندے د دُرُود و سلام وئيلو حُكم وركړے شوے دے ٭ دا هُم معلومه شوه چه صرف په خوږ نبي آخرُ الزَّمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندے دُرُود ليږل هغه عمل دے چه الله پاك ئے هم كوي او فرښتے ئے هُم كوي او مومنانو ته هُم د هغے حُكم وركړے شوے دے.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښے ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ د مُسلمان