Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa

دے ”كثير“، او د ”كثير“ ضِد ”قليل“ [يعني كم] دے. مونږه د الله پاك قليل [يعني كم] څيزونه نه شو شميرلے نو د كثرت حساب به څنګه اولګوو، ځكه چه  الله پاك په سيپاره ٥ سوره نسآء آيت نمبر ٧٧ كښے ارشاد فرمائي:

قُلْ مَتَاعُ الدُّنْیَا قَلِیْلٌۚ (پ:۵،النساء:۷۷)           

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: اےحبیب! تاسو اوفرمائے چه د دُنیا ساز و سامان لږ شان دے.

 اے عاشقانِ رسول! اوس لږ غور اوكړئ! د دُنيا سامان څومره دے؟ په دُنيا كښے ځناور، ونے بوټي، بے ساه څيزونه، دا ټول څيزونه په لكونو، كروړونو، اربونو، كربونو دي او دا د دُنيا سامان دے او مونږه دا هيڅ كله نه شو شميرلے، چه د دُنيا دے ټولو څيزونو ته الله پاك د كثير په ځائے قليل [يعني لږ شان] وئيلے دے نو د هغه فضائلو او كمالاتو د عظمت او زياتوالي څوك هډو اندازه نه شي لګولے كوم چه الله پاك خپل حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عطا كړي دي. ځكه چه د هغے د پاره لفظِ كثير نه، بلكه لفظِ كوثر  بيان شوے دے يعني كثير در كثير [يعني ډير زيات] (يعني داسے زياتوالے چه څوك ئے اندازه نه شي لګولے) ښكاره خبره ده چه د ربِّ كريم په نِزد چه كوم څيز قليل دے مونږه هغه نه شو شميرلے نو كوم فضائلِ نبوي چه د كثير [يعني ډير] نه هم زيات يعني كوثر دي، هغه څوك شميرلے شي؟ نو معلومه شوه چه [مخلوقاتو د پاره] د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فضائلو هيڅ حد نشته. (مقامِ رسول،ص:۴۱ تا ۴۲ ملخصاً)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد