Book Name:Quran-e-Pak Aur Naat-e-Mustafa

وَ الضُّحٰىۙ(۱) وَ الَّیْلِ اِذَا سَجٰىۙ(۲) (پ:۳۰، الضحیٰ:۲،۱)               

مفهوم تَرْجَمَۂ کنز الایمان: د څاښت قسم او د شپے چه كله پرده خوره كړي.

      په دے آيتونو كښے د څاښت او د شپے د تِيارے نه څه مراد دے؟ د دے په باره كښے د مفسرينو او علمائے كرامو مختلف اقوال دي. راځئ چه د هغے نه څه واورو. چنانچه

عاشقِ رسول حضرت علامه سيِّد محمود آلُوسي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په تفسير ”رُوحُ المَعانـى“ كښے ليكي:

1۔ ”وَالضُّحٰـى“ نه مراد د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د څاښت د لمَانځه قسم  او ”وَاللَّيل“ نه مراد د هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تَهَجُّد د لـمانځه قسم دے.

2۔ ” وَالضُّحٰـى“ نه مراد د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوشحالئ د وخت قسم  او ”وَاللَّيل“ نه مراد د هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غم د وخت قسم.

3۔ ” وَالضُّحٰـى“ نه مراد د هغه وخت قسم دے چه كله به آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خلقو سره ملاقات كښے مشغول وو او ”وَاللَّيل“ نه مراد د هغه وخت قسم دے چه كله به د شپے په تنھائي كښے خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك په عبادت كښے مصروف وو. (روح المعانی،الجزء: ۳۰،ص۵۲۱)

او حضرت سيِّدنا امام فخر الدين رازي رحمَةُ اللّٰهُ تعالٰى  عَلَيه فرمائي:

4۔ ” وَالضُّحٰـى“ نه مراد د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د كمالِ عقل قسم  او ”وَاللَّيل“ نه مراد د هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا نه د ظاهري وفات قسم.