Book Name:Ham Q Nahi Badltay

مبارَكه نه لاندے ليكي: په دے كښے خبردارے دے چه اوږدو اميدونو كښے اخته كيدل او د دُنيا د خوندونو په طلب كښے ډوبيدل د ايماندار شان نه دے. حضرت علـى رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه فرمائي: اوږده اميدونه [د انسان نه] آخرت هيروي او د خواهشاتو مَنل د حق نه منع كول كوي.

اوږده اميدونه څه ته وائي، د اوږدو اميدونو نه څه مراد دے؟  راځئ چه واورو، چنانچه

د اوږد اُميد نه څه مراد دے؟

     د كومو څيزونه حاصليدل چه ډير مشكل وي، د هغے د حاصلولو د پاره [په زړه كښے] اوږده اميدونه تړلو باندے د ژوند قيمتي وختونه ضائع كولو ته طُولِ اَمل [يعني اوږد اُميد] وائي.       (فیض القدیر،حرف الھمزۃ،۱/۲۷۷، حدیث :۲۹۴)

     ياد ساتئ! اوږد اُميد د شيطان يوه وسله ده په تفسير صِراطُ الْجِنان كښے دي چه (شيطان مردود) د اوږدے مودے پورے د ژوندي اوسيدلو سوچ د انسان په زړه او دماغو كښے داسے پوخ كړي چه د مرګ نه ئے غافله كړي، تر دے چه په هُم دے اميد اميد كښے ناڅاپه هغه وخت راشي چه درد ناك مرګ ئے ګير كړي او بيا د پښيمانتيا هيڅ فائده نه وي، بيا هيڅ نه شي كولے او د خپلو كړو اعمالو انجام سره مخامخ شي. (صراط الجنان، ۳/۳۱۱ملخصاً)

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن صبا اكثرو خلقو مرګ هير كړے دے او د دُنيا په اوږدو اميدونو كښے ډوب شوي دي، هُم دا وجه ده چه خلق د غلا او ډاكے