Book Name:Ham Q Nahi Badltay

محلونه     چه      پخوا       وو        كوم       آباد       غور    وكړه    ټول   پراته  دي  اوس  برباد

دا   دنيا   د    زړه     لګولو    ځائے     نه    دے       ځائے د عِبرت دے د تماشو ځائے نه  دے

په خاورو كښې ګډ شو شان لرونكي څنګه څنګه          خوار و زار شو  مكان  لرونكي څنګه څنګه

شول  ختم     غټ   نام    لرونكي  څنګه   څنګه                       اوخوړل زمكے ځلمي تُوان لرونكي څنګه څنګه

دا   دنيا   د    زړه     لګولو     ځائے      نه     دے                   ځائے د عِبرت  دے د تماشو ځائے نه دے

د ښه صحبت بركتونه

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل چه د بدو ملګرو صُحبت د دُنيا او آخرت دواړو د پاره څومره نقصاني دے. د بدو ملګرو صُحبت د مرګ سبب ګرځي، د بدو ملګرو صُحبت د ذِلت او رسوائے سبب جوړيږي، د بدو ملګرو صُحبت د عبرتناك مرګ سبب جوړيږي، لِهٰذا خير مو په دے كښے دے چه مونږ د بدو ملګرو صُحبت پريږدو او د دينداره او پرهيزګاره خلقو صُحبت اختيار كړو ځكه چه اَلصُّحْبَۃُ مُؤََ ثِّرَ ۃٌ  يعني صُحبت خپل اثر لري. چا ته چه ښه صُحبت نصيب شي نو هغه خوش نصيبه دے، ځكه چه ٭ د ښه صُحبت په وجه د بنده عادتونه ښه كيږي، ٭  ښه صُحبت سره آساني نصيب كيږي، ٭ ښه صُحبت د فِكرِ آخرت سبب جوړيږي، ٭ ښه صُحبت په زړه كښے خوفِ خُدا پيدا كوي، ٭ ښه صُحبت د بدو عادتونو نه بچ كول كوي، ٭ ښه صُحبت په سنتو باندے د عمل كولو جذبه بيداروي، ٭ ښه صُحبت په معاشره كښے د عزت سبب ګرځي، ٭ ښه صُحبت په دُنيا او آخرت كښے د كاميابئ