Book Name:Ham Q Nahi Badltay

ضامِن جوړيږي.

     ياد ساتئ! په ښه صُحبت اختيارولو كښے فائده ده او د بدو خلقو صُحبت اختيارولو كښے د دِين او دُنيا سراسر نقصان دے. بد صُحبت د انسان ايمان هم بربادوي، چنانچه

د مار نه هم خطرناك

     مولانا جلالُ الدِّين رُومي رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه فرمائي: چه څومره كيدے شي د بد ملګري نه لرے اوسيږه، ځكه چه بد ملګرے د مار نه هم زيات خطرناك وي، ځكه چه خطرناك مار خو صرف بدن ته تكليف يا نقصان رسوي او بد ملګرے بدن او ايمان دواړه بربادوي. ( گلد ستہ مثنوی، ص۹۴)

     افسوس ډير افسوس! مونږه د خوفناكو، زهريله ځناورو، او د مارانو لړمانو نه خو يَريږو او د هغے نه د بچ كيدلو كوشش هم كوو خو هلاكت او بربادئ كښې اخته كوونكو بدو صُحبتونو نه د ځان خلاصولو هيڅ كوشش نه كوو، او بعضې خلق خو داسے وي چه هغوئي تر څو د بدو ملګرو مجلس ته لاړ نه شي نو ساعت پرے نه تيريږي، آه! د بد صُحبت سپيروالے داسے عام شوے دے چه خلق ئے د عبادت نه بے پرواه كړے دے. مونږه په خپلو اكثرو كارونو كښے ښه غوروفِكر كوو او كه څه فائده پكښې را ته ښكاره شي نو هله هغه كار كوو، خو د چا سره دوستي كولو او د هغه د صُحبت اختيارولو وخت كښے د دے خبرے هيڅ خيال نه ساتو چه هغه به زما په حق كښے فائده مند ثابتيږي او كه نه. بهرحال د دوست جوړولو نه مخكښے ډير زيات غور