Book Name:Ham Q Nahi Badltay

تاريخ د خپلے علاقے ذِمَّه دار ته د مدني انعاماتو رساله جمع كوئ.

     دولسو مدني كارونو كښے د دے مدني كار ”مدني انعامات“ تفصيلى معلومات حاصلولو د پاره د مكتبةُ المَدينه رساله مدني انعامات اولولئ. ټول ذمه داران دِ د دے رسالے لازمي مطالعه اوكړي. دا رساله د مكتبةُ المَدينه نه طلب كولے شئ او د دعوتِ اسلامي په ويب www.dawateislami.net باندے ئے هم لوستلے شئ.

      ٭ اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! مدني انعامات د عمل جذبه زياتولو او د ګناهونو نه د بچ كيدلو بهترينه نُسخه ده، ٭ په مدني انعاماتو عمل كوونكو نه اميرِ اهلسنت دَامَتْ بَرْكَاتُـهُمُ الْـعَالِـيَه ډير خوشحاليږى او هغوئي ته دُعاګانے هُم كوي ٭ په مدني انعاماتو باندے د عمل په بركت د خوفِ خُدا او عشقِ مصطفٰى لازوال دولت په لاس راځي ٭ د مدني انعاماتو دا لويه تحفه د بُزرګانِ دين ياد تازه كوي، ٭ مدني انعامات د بُزرګانِ دين په نقشِ قدم د تللو او د خپل ځان حساب كولو بهترينه ذريعه ده. ډير اسلامي ورونړه د مدني انعاماتو بركتونه حاصلوي. راځئ چه د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے واورو، چنانچه

د مدني انعاماتو بركتونه

د فيصل آباد په خواو شا كښے د اوسيدونكي يو اسلامي ورور په يو نيم كال كښے داسے يوه ورځ نه ده تيره شوي چه هغه به پكښے فِكر مدينه يعني غوروفِكر نه وي كړے، اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه  په مدني انعاماتو د عمل كولو په بركت هغه ته سُوْرَۀ مُلْك زباني ياد شوے دے. دغه شان د حيدرآباد سندھ يو اسلامي ورور ته د رَجَبُ الْمُرَجَّب په مياشت