Book Name:Ham Q Nahi Badltay

كوشش به كووم.

صَـلُّـوْا  عَلَـی الْحَبِیْب!                                                                                            صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دُنيا د آخرت پټے دے، انسان په دے دُنيا كښے چه څه كري هغه به په آخرت كښے ريبـي، ځكه چه د قيامت ورځ د نيكو د جزا او د ګناهونو د سزا د ملاويدلو ورځ ده خو افسوس! د دے ټولو معلوماتو لرلو باوجود مونږ د الله تعالٰى د عبادتِ نه لرے يو او د بندګانو د حقوقو ادا كولو نه هم بے پرواه يُو او دروغ، غيبت، چُغلي، يو بل دوكه كولو كښے او د دُنيا محبت كښے اخته يُو او د آخرت د تيارئ نه غافله يُو. او د خپل ځان بدلولو كوشش نه كوو، هسے خو د انسان په اصلاح كولو كښے ډير څيزونه ركاوټ دي، خو د نن په بيان كښے به د درے اهمو وجهو (١) اوږده اُمِيدونه (٢) خود احتسابي (يعني د خپل نفس محاسبه) نه كيدل او د (٣) بَد صحبت متعلق څه خبرے اورو او په آخره كښے به د خپلے اصلاح طريقه او په اصلاحِ اُمَّت كښے د دعوتِ اسلامي د كردار په باره كښے هُم څه اورو، كاش چه مونږ ته ټول بيان د ښو ښو نيتونو سره اوريدل رانصيب شي. راځئ چه د ټولو نه مخكښے يوه واقعه واورو: چنانچه 

د اوږدو اميدونو ختمولو انعام

     د بصرے يو بادشاه بادشاهي پريښودله او د زُهد و تقوٰى لار ئے اختيار كړه، خو بيا د بادشاهئ او حكومت طرف ته مائل شو او د عيش و عِشرت ژوند تيرولو اراده ئے اوكړه. هغه يو شاندار محل جوړ كړو، په هغے كښے ئے اعلٰى قِسمه قالينونه اوغوړول او