Book Name:Ham Q Nahi Badltay

په قِسما قِسم سامانونو ئے هغه عظيمُ الشانه محل ښائسته كړو او يوه [غټه] كوټه ئے پكښے د ميلمنو د پاره خاص كړه، هغے كښے ئے ښكلے بسترے خورے كړے او په هغے كښے به ئے خلقو ته قسماقِسم خوراكونه وركول، هغه بادشاه به خلق رابلل، خلقو به چه هغه عظيمُ الشان محل او د بادشاه شان و شوكت اوليدو ڼو ډير صفتونه به ئے كول. دا سلسله د ډيرے مودے پورے روانه وه، بادشاه د دُنيا په خوندونو كښے ورك شوے وو. د هغه په عظيمُ الشان محل كښے د هر قِسمه سندرو او باجو او عيش و عشرت سامان موجود وو او هغه به هر وخت د دُنيا په خوندونو كښے مشغول اوسيدو.  دے مشغلو هغه په طُولِ اَمل يعني د اوږد اميد تباه كوونكي مرض كښے اخته كړے وو. يوه ورځ هغه خپل خاص وزيران، مُشِيران او خپلوان را اوبلل او ورته ئے اووئيل چه تاسو په دے عظيمُ الشان محل كښے زما خوشحالئ وينـئ. تاسو اوګورئ! زه دلته څومره په آرام او په سكون يم، زه دا غواړم چه د خپلو ټولو زامنو د پاره هم داسے محلونه جوړ كړم، تاسو ټول يو څو ورځے زما سره پاتے شئ، دلته ښے مزے كوئ او د نورو محلونو په باره كښے ما ته فائده مندے مشورے راكړئ، چه زه د خپلو زامنو د پاره بهترين محلونه جوړولو كښے كامياب شم. چنانچه هغه خلق هغه سره پاتے شو. يوه شپه بادشاه او ټول خلق په لَـهْو ولَعِب [يعني فُضولو كارونو] كښے مشغول وو چه د محل د يو اړخ نه يو غيبـي غږ اوشو چه،

     ”اے خپل مرګ هيروونكيه او عمارتونه [محلونه] جوړوونكيه! اوږده اوږده اُمِيدونه پريږده، ځكه چه مرګ ليكلے شوے دے. كه څوك پخپله خاندي او كه نور