Book Name:Ham Q Nahi Badltay

كول پكار دي چه د هغه عَقائد او اعمال څنګه دي چه بيا سړے پښيمانه نه وي.

     زمونږه د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: اَلْمَرْءُ عَلَى دِينِ خَلِيْلِهِ فَلْيَنْظُرْ اَحَدُكُمْ مَنْ يُخَالِطُ يعني سړے د خپل دوست په دين باندے وي، پس هغه ته دا كتل پكار دي چه د چا سره دوستي كوي. (مُسند امام احمد، ۳/۱۶۸، حدیث:۸۰۳۴)   

     اے عاشقانِ رسول! مونږ له پكار دي چه د نيكو او ښو خلقو صُحبت اختيار كړو، او مونږ واوريدل چه صُحبت اثر لري، نو مونږ ته په پكار دي چه د عاشقانِ رَسُول مدنی تحریك دعوتِ اسلامی مدني ماحول سره خپل تَعَلُّق مضبوط ساتو نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه تعالٰى د عاشقانِ رسول د دے ښكلي صُحبت په بَرَكت به مونږه دُنيا او آخرت دواړو كښې كامياب اوسيږو.

اِصلاحِ اُمت او د دعوتِ اسلامي كردار

        امیرِ اَہلسُنّت، حضرت علّامه مولانامحمد الیاس عطّارقادِرِی دَامَتْ بَـرَکاتُہُمُ الْعَالِیَہ د خلقو د اصلاح طرف ته خاص تَوجُّه وركولو د پاره د دعوتِ اسلامي بنياد ايښودے وو او هغوئي د نيكئ دعوت عام كولو او د معاشرے د اصلاح د پاره پخپله په قافلو كښے ډير زیات سفر ھم كړے دے او د دے اهميت او ضرورت ئے ھم بیان كړے دے او دا كارِ خير ئے ډير په ښه شان سره كولو د پاره زرګاؤ مُبَلِّغين تيار كړي دي، چه ھغوئي  غير مُسلِمو ته د ايمان دعوت وركوي، فاسِقان متقيان جوړوي، غافلان د غفلت د خوب نه بيداروي، د جهالت تيَرے ختمولو او د عِلم و عرفان رنړاګانو خورولو كښے مشغول دي