Book Name:Ham Q Nahi Badltay

او مسلمانانو ته د دے مدني مقصد اختيارولو ترغيب وركوي چه ما ته د خپل ځان او د ټولے دُنيا د خلقو د اصلاح كوشش كول دي. هغوئي دعوتِ اسلامي خپل ذات پورے محدود نه دے ساتلے بلكه د نيكئ دعوت عام كولو جذبه لرونکی، د مدني كارونو شوق لرونكي او د خپل ځان و مال قربانولو والا مُبَلِّغين  ئے په خپل فىضانِ نظر داسے بركتي كړل چه هغوئي ئے د مركزي مجلس شورٰى په تار كښے اوپيلل او د دعوتِ اسلامي نظام ئے د مركزي مجلس شورٰى تحت ورکړو. معاشرے ته چه په كوم كوم ميدان كښے ضرورت پيښیدلو د ھغے مُتَعَلِّق مسلسل شُعبے جوړيدے. په دے سلسله كښے د علمِ دين خورولو د پاره د قرآنِ پاك حافظان جوړولو والا عظيمُ الشانے مدرسة المَدينه (للبنين، للبنات)، او عالِم جو ړولو والا جامعاتُ المَدينه (للبنين، للبنات) او ديني او دُنياوي تعليم باندے مُشتمل دارُ المَدينه  مراكِز، جماتونه ډكولو والا تحريك سره سره د جماتونه جوړولو تحريك د پاره د مجلس خُدّامُ الْـمَساجِد قائمولو، د اَلْمَدِيْنَةُ الْعِلْمِيَة په شان علمي او تحقيقي شعبه، د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه په شان د اَهلِسُنَّت بهترينه اشاعتي اداره، د معاشرے د مختلفو طبقو د ضرورياتو پورا كولو د پاره  ښكلو معلوماتي مضمونونو باندے مشتمله ”ماهنامه فيضانِ مدينه“، د خلقو د روزمره مسائلو د شرعي حل د پاره دارُ الافتاء اَهلِسُنَّت قائمول د ډير زيات اَهَمِّيَّت حامل دي. او د ميډيا په دے دور كښے د عالَمِ اسلام 100 فيصده د ګناهونو نه پاك اسلامي چينل”مدني چينل“ خو یو یو كور ته رسيدلے دے او د نيكئ دعوت عام كوي  ځكه چه دا چينل يو سيكنډ كتلو والا هم د دے د بركتونو نه محرومه نه پاتے كىږي، كه ماشوم وي او كه لوئ، كه سړے وي او كه ښځه، هر يو د مدني چينل د بركتونو نه علمِ دين حاصلولے شي.