Book Name:Ham Q Nahi Badltay

راپريوتلو، چه كله په هوش كښے راغے نو اوئے وئيل: هائے افسوس! كه هره ورځ رانه يوه ګناه هم شوي وي نو د خپل ربّ كريم په باګاره كښے به يو وِيشت زره پينځه سوه ګناهونو سره حاضريږم نو د هغه ګناهونو به مے څه كيږي د كومو چه شمير نه دے معلوم؟ هائے افسوس! ما خپله دُنيا آباده كړه او آخرت مے برباد كړو او د خپل پروردګار نافرمانئ كښے مے ژوند تير شو، ما خو په دُنيا كښے د آبادئ نه بربادئ طرف ته تلل نه خوښول نو د قيامت په ورځ به بغير د ثواب و عمل نه حساب څنګه وركووم؟ او عذاب ته به څنګه مخامخ كيږم؟ بيا ئے د خُلے نه يوه زورداره چغه اووتله  او په زمكه راپريوتلو، چه خلقو اوخوزولو نو روح ترينه تلے وو. (حکایتیں اور نصیحتیں ،ص۵۲)

     اے عاشقانِ رسول! تاسو واوريدل! زمونږ د بُزُرګانِ دين په نِزد به د غور و فِكر (يعن د خپلے مُحاسَبے كولو) څومره اَهَمِّيَّت وو چه د نيكو اعمالو كولو باوجود به ئے هم د خپل نفس مخالَفت كولو او د ګناهونو نه به ئے د ځان ساتلو كوشش كولو او د الله پاك په بارګاه كښے به د حاضرئ نه ويريدلو، لږ سوچ خو اوكړئ! چه د الله نيكو بندګانو به دومره اِستِقامت سره د خپل نفس محاسبه كوله او د آخرت په باره كښے به ئے غور و فكر كولو نو مونږ ګنهګارانو ته د خپل نفس د محاسبے كولو څومره ډير ضرورت دے. راځئ چه د غور و فِكر عادت جوړولو د پاره يوه واقعه واورو: چنانچه

شپه او ورځ ”غور و فِكر“ 

     د حضرت رابِعه بصريه رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْها معمول وو چه كله به شپه شوه او ټول خلق به اوده شو نو خپل ځان ته به ئے وئيل: اے رابعه! (كيدے شي چه) دا ستا د ژوند آخري