Book Name:Ham Q Nahi Badltay

شپه وي، كيدے شي چه صبا تا ته د لـمر سترګه ليدل نصيب نه شي، پاڅه او د خپل ربِّ كريم عبادت اوكړه چه صبا په ورځ د قيامت د ملامتيا نه بچ شے، همت اوكړه، مه اوده ئے كيږه، بيداره اوسه او د خپل ربّ عبادت اوكړه، بيا به پاڅيدله او د سحره پورے به ئے نفلونه ادا كول. چه كله به ئے د سحر لمُونځ ادا كړو نو ځان ته به ئے يو ځل بيا اُووئيل: اے زما نفسه! مبارك شه چه تيره شپه تا ډير مشقت اوكړو. خو ياد ساته! دا ورځ ستا د ژوند آخري ورځ كيدے شي. او بيا به په عبادت كښے مشغوله شوه او چه كله به پرے خوب ډير غالب شو نو په كور كښے به ئے ګرځيدل راګرځيدل شروع كړل او ورسره ورسره به ئے فرمائيل: رابعه! دا هم څه خوب دے، د دے به څه خوند وي؟ دا پريږده، په قبر كښے به مزے سره د اوږدے مودے پورے اوده شے، نن خو تا ته ډير خوب نه درځي خو را روانه شپه به ښه ډير خوب درځي. هِمَّت اوكړه، او خپل رَبِّ كريم راضي كړه. په داسے كولو كولو هغے پنځوس كاله تير كړل، هغه نه كله په بستره اوده شوه او نه ئے كله په بالښت سر كيښودو، تر دے چه وفات شوه. (حکایات الصالحین،ص ۳۹)

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! كه مونږه په دُنيا او آخرت كښے كاميابيدل غواړو نو مونږه له [د خپلو اعمالو په باره كښے] د غور و فِكر كولو عادت جوړول پكار دي ځكه چه څوك دُنياوي كاروبار سره تعلق لري نو هغه هله كامياب سوداګر جوړيدے شي چه هغه د خپل لګيدلي مال نه ډيره زياته ګټه كولو كښے كامياب شي او د هغه اصل سرمايه هم محفوظه پاتے وي نو د دے مقصد حاصلولو د پاره هغه د خپل كاروبار هره ورځ، هره مياشت، هر كال حساب كتاب كوي، بيا په هغے باندے په هر لحاظ