Book Name:Ham Q Nahi Badltay

مولانا محمد الیاس عطّار قادری دَامَتْ بَرْكَاتُـهُمُ الْـعَالِـيَه زمونږه رښتونے او حقيقي خيرخواه دے. هغوئي مونږ ته يوه عظيمُ الشانه مدني نسخه په نوم د ”مدني انعامات“ راكړي ده په دے باندے عمل كولو سره مونږه د خپل ځان او د ټولے دُنيا د خلقو د اصلاح عظيمه جذبه حاصلولے شو. دا د مدني انعاماتو تُحفه زمونږه د بُزرګانو ياد تازه كوي. د دے په ذريعه که مونږه د خپلو اعمالو حساب اوکړو نو مونږه د خپلے اصلاح مدني جذبه حاصلولے شو، په تنهائي كښے چه د مدني انعاماتو رساله بيرته كړئ او په ھغے كښے د لیکلو سوالونو جوابونه پخُپله د ” آو“ يا ”نه“ په صورت كښے وركړئ نو د خپلو اعمالو جائزه اخستے شئ. لكه دا مدني انعامات چه مونږه هره ورځ د خود احتسابئ په عدالت كښے حاضروي او د خپل ضمير نه د فيصله كولو او د خپلے اصلاح كولو ترغيب راكوي. دا مدني انعامات جنت ته د بوتللو والا او د جهنم نه د بچ كولو والؤ اعمالو مجموعه ده. بُزرګانو به هم خپله محاسبه كوله او دغسے به ئے د خپلو درجاتو اوچتولو اهتمام کولو. (جنت کی تیاری ،۴۰)

دولس مدني كارونو كښے يو مدني كار ”مدني انعامات“

    لِهٰذا د خپلو اعمالو محاسبه كولو عادت جوړولو، نيكئ كولو، د ګناهونو نه د بچ كيدلو او د خپلے اصلاح جذبه حاصلولو د پاره د عاشقانِ رَسُول مدنی تحریك دعوتِ اسلامی مدني ماحول سره تړون اوكړئ او د خپلو مصروفياتو نه څه نه څه وخت اوباسئ او د ذيلي حلقے دولسو مدني كارونو كښے د زړه په اخلاص سره حصه اخلئ او د مدني انعاماتو مطابق هره ورځ غور و فِكر كوئ او د اسلامي مياشتے په يكم