Book Name:Ham Q Nahi Badltay

     كه مونږ د بدو صُحبتونو نه خلاصے حاصلول او خپله اصلاح كول غواړو، نو سمدستي د دے مدني ماحول سره تړون اوكړئ او عملي طور دعوتِ اسلامي والا جوړ شئ، او د دعوتِ اسلامي هفته واره د سنتو ډكه اجتماع او هره هفته د ماسختن د لمَانځه نه پس كيدونكي مدني مذاكره كښے د شريك كيدلو عادت او عاشقانِ رسول سره په مدني قافِلو كښے د سُنَّتو د تربِيَّت د پاره د الله په لار كښے سفر كول خپل معمول جوړ كړئ، په دے مَدَني كارونو  كښے مستقل مزاجئ سره شريك كيدو او د دعوتِ اسلامي مدني ماحول كښے اِستِقامت سره به مو په زړونو كښې د الله تعالٰى او د رسولُ اللھ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مَحبَّت نور زيات شي، د صحابه كرامو او اولياؤ بركتونه به حاصل كړئ د ګناهونو نه به مو نفرت پیدا شی او د فِكرِ آخرت سره سره به مو د سُنَّتو مطابق د  ژوند تيرولو ذِهن جوړ شي. اِنْ شَآءَاللہ عَزَّوَجَلَّ

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښے د ښه صُحبت يو څو نكات بيانولو سعادت حاصلووم.

د ښه صُحبت نُكات

     وړومبے دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوګورئ: (1) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اَلْمَرْءُ مَعَ مَنْ اَحَبَّ  يعني انسان به هغه سره وي د چا سره چه مَحبَّت كوي. (صحیح مسلم، کتاب البر۔۔۔الخ، باب المرء مع من احب،ص ۱۰۸۸،حدیث:۶۷۱۸) (2) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: ’’اَلْمَرْءُ عَلیٰ دِیْنِ خَلِیْلِہِ فَلْیَنْظُرْ اَحَدُ کُمْ مَنْ یُّخَالِلُ‘‘ سړے د خپل دوست