Book Name:Ham Q Nahi Badltay

په دين باندے وي، پس هغه ته دا كتل پكار دي چه د چا سره دوستي كوي. (المسند لامام احمد بن حنبل، مسند ابی ہریرۃ،۳/۲۳۳، حدیث:۸۴۲۵)    ٭ خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ”د ښه او بد مَصاحِب مِثال، د مُشك لرونكي او د بټئ تودَولو والا په شان دے، كستوري [يعني خوشبو] لرونكے به تا ته تُحفه دركوي يا به ئې ته د هغه نه په بَيعه اخلے يا به تا ته د هغه نه ښه خوشبو راځي، او د بټئ تودولو والا به يا ستا جامے سيزي يا به د هغه نه تا ته خراب بوئي راځي.“ (صحيح مُسلِم، كتاب البر والصلة، باب استحباب مجالسة الصالحين، الحديث:٢٦٢٨، ص١٤١٤) ٭ په حديث شريف كښے فرمائىلے شوي دي: د مشرانو په صُحبت كښے كښينئ او د علماؤ نه پوښتنه كوئ او حُكَما [يعني هوښيارو خلقو] سره ناسته ولاړه ساتئ. (المعجم الکبیر،۲۲/۱۲۵، حدیث:۳۲۴) ٭ ښه ملګرے هغه دے چه د هغه په ليدلو تا ته الله درياد شي او د هغه خبرے ستا په عمل كښے اضافه راولي او د هغه عمل تا ته آخرت درياد كړي. (الجامع الصغیر، حرف الخاء، حدیث:۴۰۶۳، ص۲۴۷) ٭ د ښه ملګري سره ناسته په دُنيا كښے هُم فائده منده وي او نيك صُحبت قبر كښے هم فائده رسوي. (اچھے ماحول کی برکتیں،ص۳۳) ٭ داسے ماحول جوړول پكار دي چه په هغے كښے د ټولو شريكو خلقو ناسته ولاړه، په خپل مينځ كښے ملاقات كول او د يو بل سره مينه محبت ساتل صرف د الله د رضا د پاره وي. (ایضا،ص٢٥) ٭ د ښه ماحول نه ښه صُحبت ملاويږي. (ایضا،ص١٦) ٭ ښه ماحول كښے د ناستے ولاړے په وجه د بنده د ظاهر او باطن اصلاح كيږي. (ایضا،ص١٦) ٭ بد ماحول اختيارولو والا خلق خپل عزت، وقار او