Book Name:Ham Q Nahi Badltay

غور  و  فِكر كوي، كه چرته څه خامي پكښے ورته ښكاره شي نو هغه لرے كوي،  او كوم څيز چه ورته په ګټه حاصلولو كښے ركاوټ ښكاري هغه لرے كوي. كه هغه د خپلو كاروباري معامَلاتو محاسبه اُونه كړي نو هغه به د ګټه كولو په ځائے ډير نقصان اوكړي او كه د نقصان كولو نه پس هم د غفلت نه رابيدار نه شي نو يوه ورځ به داسے راشي چه د هغه اصل مال به هم ختم شي او د يوے يوے پيسے محتاجه به شي. بالكل هُم دغسے څوك چه د ”آخرت“ د ګټے خواهش لري، هغه له پكار دي چه په خپلو اعمالو غور اوكړى، كوم اعمال چه هغه ته [د آخرت] ګټه وركولو كښے مددګار ښكاري، هغه دِ نور هُم بهتر كړي او كوم كار چه د دے ګټے حاصلولو په لار كښے ركاوټ جوړيږي، هغه دِ پريږدي، څوك چه په دے طريقه خپل حساب جاري ساتي، د اللهُ كريم په توفيق به هغه كامياب شي او دا ګټه به هغه جَنَّت ته داخل كړي. هُم دا وجه وه چه حضرت سيدنا فاروقِ اعظم رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه به هره ورځ خپله محاسبه كوله، چنانچه

د سیِّدُ نا فاروقِ اعظم محاسبۀ نفس

      حضرت سيدنا فاروقِ اعظم رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه به (خپله داسے محاسبه كوله چه) د شپے به ئے خپله ښپه په كوړه اُووهله او فرمائيل به ئے: اُووايه نن تا كوم عمل كړے دے؟ (احیاء العلوم،۵/۳۵۸ملخصاً)

     اے عاشقانِ صحابه و اولياء! د دعوتِ اسلامي مدني ماحول كښے محاسبۀ نفس او د خپلو اعمالو حساب كولو ته ”غور و فِكر كول“ وائي. اَمیرِاھلسنّت، حضرت علّامه