Book Name:Ham Q Nahi Badltay

خلق خندوي، بهرحال مرګ د هغوئي د پاره ليكلے شوے دے او د ډيرو اميدونو لرلو والؤ مخے ته تيار ولاړ دے. داسے كورونه هيڅ كله مه جوړوه چه ته به پكښے هډو اوسيږے نه، ته عبادت او رياضت اختيار كړه چه ګناهونه دِ مُعاف شي.“

     د دے غيبـي غږ په وجه بادشاه او د هغه ټول ملګري ډير سخت اُيَرَوَل. بادشاه خپلو دوستانو ته اووئيل: كوم غيبـي غږ چه ما واوريدلو آيا هغه تاسو هم واوريدو؟ ټولو اووئيل: آو جــي! مونږه هم واوريدو. بادشاه اووئيل څه چه زه محسوسووم آيا تاسو ئے هم محسوسوئ؟ خلقو ترينه تپوس اوكړو چه تاسو څه محسوسوئ؟ هغه اووئيل: زه په خپل زړه باندے څه بوج غوندے محسوسووم، ما ته ښكاري چه دا زما د مرګ پيغام دے. خلقو اووئيل: داسے هيڅ خبره نشته، ستاسو عمر دِ اوږد او ستاسو عِزت دِ ډير شي، تاسو مه پريشانه كيږئ. خو هغه غيبـي غږ د بادشاه د زړه نه اوږده اوږده اُمِيدونه ختم كړل، هغه ته د عيش و عشرت ټولے منصوبے فُضُول او سپكے ښكاره شوے، د آخرت فِكر پرے غالب شو، د هغه زړه د دُنياوي خواهشاتو نه موړ شو او هغه د ګناهونو پريښودلو پخه اراده اوكړه او د الله پاك په بارګاه كښے ئے داسے عرض اوكړو: ”اے زما پاك پروردګاره! زه تا او دلته موجود ستا ټول بندګان ګواه جوړووم او ستا طرف ته رُجُوع كووم، زه په خپلو ټولو ګناهونو او زياتي كولو باندے پښيمانه يم او توبه كووم. اے زما خالقه! كه ته ما په دُنيا كښے څه موده پاتے كول غواړے نو ما هميشه د اطاعت و فرمانبردارئ په لاره روان كړے او كه ما ته مرګ راكوے او خپل ځان طرف ته مے بلل غواړے نو په ما رحم اوكړے او په خپل كرم زما ګناهونه معاف كړے.“ بادشاه دغه شان په دُعا كښے مشغول وو او [د سينے] درد ئے مُسلسل زياتيدلو، بيا هغه دا كلمات وئيل شروع كړل: قَسم په خُدائے! مرګ. قَسم په خُدائے! مرګ. په هُم دے