Book Name:Ham Q Nahi Badltay

شيطان د توبے اميد وركوي او په خپل جال كښے ئے نښلوي، ٭ اوږده اميدونه انسان په دُنياوي خوندونو كښے بدمسته كړي، ٭ اوږده اميدونه انسان د قبر د ويرے نه غافله كړي، ٭ اوږده اميدونه انسان په ګناهونو كښے اخته كوي، ٭ اوږده اميدونه د انسان په اصلاح كښے ركاوټ جوړيږي، ٭ اوږده اميدونه انسان د مرګ د تيارئ نه محورومه كوي، ٭ اوږدو اميدونو كښے د اخته كيدو په وجه انسان قِسما قِسم ګناهونو كښے اخته كيږي. څنګه چه په دے بيان شوي واقعه كښے بادشاه د خپلو اوږدو اميدونو په وجه د اوګږد عُمر د اُمِيد په آفت كښے اخته شوے وو او په دے وجه هغه د ښكلو او ښائسته محلونو جوړولو او د سندرو او سازونو په ګناهونو كښے مشغول شوے وو، د دوستانو د بے فائده محفلونو او د خادمانو د خوشامدو په نشه كښے ترينه د قبر تنهائي هيره شوي وه، خو چه څنګه د هغه د زړه نه اوږده اميدونه ختم شو نو سمدستي ئے د سترګو نه د غفلت پردے لرے شوے او دغسے هغه بادشاه د ګناهونو نه بيزاره شو او د دُنيا نه ئے زړه موړ شو او فوراً ئے د الله پاك په بارګاه كښے توبه اوكړه. د اوږدو اميدونو مُتَعَلِّق الله پاك په سُوْرَةُ الْحِجْر آيت نمبر٣ كښے ارشاد فرمائي:

ذَرْهُمْ یَاْكُلُوْا وَ یَتَمَتَّعُوْا وَ یُلْهِهِمُ الْاَمَلُ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ(۳)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : هغوئي پريږده چه خوري او ګټه اخلي او اميد ئے په لوبو كښې واچوي، نو زر ده چه پوهه به شي.

     حضرت علامه مولانا سیِّد محمد نعيمُ الدين مراد آبادي رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه د دے آيتِ