Book Name:Ham Q Nahi Badltay

وهلو په ګناه كښے اخته دي، هُم دا وجه ده چه خلق د سندرو او باجو او ګډا په محفلونو كښے اخته دي هُم دا وجه ده چه چرته تَكَبُّر او غرور نو چرته حسد او دُښمنـي، چرته بُغض او كينه نو چرته ذاتي دُښمني، چرته د كاروبار په مال جګړه ده نو چرته د ميراث په تقسيم باندے بحث او تكرار، چرته د اخستلو خرڅولو په معامله كښے دوكه ټګي نو چرته د خوراك څښاك په څيزونو كښے ملاوټ ك، چرته د لمَانځه په ادا كولو كښے بے پراوهي كيږي نو چرته د بندګانو د حقوقو حفاظت نه كىږى، الغرض د مرګ نه غفلت، اوږده اميدونه او د دُنيا مَحبَّت مونږ بدليدلو ته نه پريږدي، مونږه خپلے اصلاح ته نه پريږدي، زمونږ په زړه كښے خوفِ خدا پيدا كيدو كښے رُكاوټ اچوي ځكه چه اوږده اميدونه د ګناهونو جرړه او د انسان د تباهئ او بربادئ سبب دے، چنانچه

     زمونږ د خوږ نبـى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: اَوَّلُ فَسَادِهَا اَلْبُخْلُ وَالاَمَلُ  يعني د دے اُمَّت وړومبے فساد بُخل[شومتيا] او اوږد اُميد دے.

(مشکاۃ المصابیح،باب الامل و الحرص،الفصل الثالث،۲/۲۶۰،حدیث: ۵۲۸۱)

     حكيمُ الامت مفتـى احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه فرمائي: يعني د مسلمان وړمبئ ګناه چه د نورو ګناهونو جرړه ده هغه دا دوه څيزونه دي: (١) بُخل جرړه ده د ويني توئيولو او فساد  (٢) اوږده اميدونه جرړه ده د غفلت او ګناهونو، انسان په بوډا والي كښے هم دا سوچ كوي چه اوس هم عمر ډير پروت دے، نيكئ به بيا اوكړو، په دے خيال كښے عُمر تيروي [آخر دا] چه مرګ ئے راشي. (مراۃ المناجیح،۷/۹۴)