Book Name:Ham Q Nahi Badltay

     اے عاشقانِ رسول! واقعي دا حقيقت دے چه نفس و شيطان مونږه دوكه كوي چه اوس خو لا ته ځوان ئے، چه بوډا شوے نو بيا به توبه اوكړے، يا چه د نوكرئ نه ريټائر شے نو توبه به اوكړے. اوس خو لا ډير عمر پاتے دے، اوس خو لا د لوبو ټوقو ورځے دي، اوس لا دوستانو سره نائټ كلبونو ته د تللو ورځے دي، اوس خو دِ لا د ښو ښو ريسټورنټو [هوټلو] طعامونو خوړلو ورځے دي، اوس خو لا د سيل كولو ورځے دي، بيا به وروسته توبه اوكړے، يا چه كله بوډا شوے نو ښے ډيرے نيكئ به اوكړے، دا خبرے مونږه د خپل ځان بدلولو او خپلے اصلاح كولو ته نه پريږدي، حالانكه كه مونږ غور اوكړو نو مونږ ډير داسے ځلمي ليدلي دي چه د هغوئي ځواني به هم په داسے خيالونو كښے تيريدله خو ژوند ورسره وفا اونه كړه، او هغوئي ته ناڅاپه مرګ راغے، مرګ هغوئي د دے خوشحالئ او رنړاګانو د دُنيا نه اوچت كړل او د تيَرو ډك قبر ته ئے اورسول.

     ياد ساتئ! د اوږد عمر اميد د بنده نه لمُونځونه قضا كوي، په زكوٰة ادا كولو او د فرض حج په ادائيګئ كښے تاخِير راولي، هميشه د سهولتونو ډك اُوګږد ژوند اميد بنده په تكليف، او مشقت كښے اخته كوي، اوږده اميدونه د انسان په زړه كښے د مال و دولت لالچ پيدا كوي، اوږده اميدونه د انسان د زړه نه  د قيامت د ورځے ويره او د الله په بارګاه كښے د هر عمل د جواب وركولو ويره او د بدے خاتمے ويره اوباسي، انسان په اوږدو اميدونو كښے د اخته كيدو په وجه مسلمانانو سره بُغض او دُښمني ساتي، د توبه كولو په اميد د غيبت، چُغلئ، حسد او تَكَبُّر په شان باطِـني ګناهونو كښے اخته