Book Name:Ham Q Nahi Badltay

معلوم شو، هغه بدبوئي د يو بند كور نه راتله، چنانچه پوليس ته اطلاع اوكړے شوه، كله چه پوليس والؤ د خلقو په موجودګئ كښے جرنده [يعني تاله] ماته كړه او كور ته دننه داخل شو او د هٰغه ځائے منظر ئے اوليدو نو ټول سخت اُويَريدل ځكه چه هلته په يو كټ كښے يو ځوان سړے مړ پروت وو د هغه د بدن بعضے حِصّے ورَستے او سخا شوي وے او چينجي پكښے شوي وو. دا منظر ئے چه اوليدو نو څه ماشومان او نور ډير كسان بے هوشه شو. د تحقيق كولو نه پس معلومه شوه چه دا ځلمے د محنت مزدورئ د پاره دے عَلاقے ته راغلے وو، د كرايه په كور كښے به اُوسيدو او د بعضو جوارګرو سره ئے دوستي وه. يوه ورځ دے ځلمي د خپلو دوستانو نه په جوارئ كښے ډيرے زياتے روپئ اوګتلے، مال بيلونكو جوارګَرو دوستانو د بيلَلو روپو حاصلولو د پاره د ده په مرئ كښے زندئ واچوله او د بجلئ په كرنټ وركولو وركولو ئے مړ كړو، او د كفن دفن نه بغير ئے دغسے پريښودو او جندره [يعني تالا] ئے ورپسے اولګوله او لاړل اوتښتيدل.

جہاں میں ہیں عبرت کے ہر سُو نمونے                                  مگر تجھ کو اندھا کیا رنگ و بُو نے

کبھی غور سے بھی یہ دیکھا ہے تُو نے                                       جو آباد تھے وہ مکاں اب ہیں سُونے

جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے                                               یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے

مِلے خاک میں اہلِ شاں کیسے کیسے                                         مکیں ہوگئے لامکاں کیسے کیسے

ہوئے نامور بے نشاں کیسے کیسے                                            زمیں کھا گئی نوجواں کیسے کیسے

جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے                                               یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے

 

په جهان كښے هر طرف ته نمونے دي د عبرت        خو  ته  ړوند   كړے  د  دنيا   فاني  دولت