Book Name:Zikr ul Allah Ke 40 Faide
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے۔ پۀ ودريدو ذِکر، پۀ کيناستو ذِکر، پۀ ګرځيدو ذِکر، پۀ راتللو ذِکر، پۀ تللو ذِکر غرض د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عادت مبارک وو چې پۀ هر حال کښې به يـې د الله پاک ذِکر کولو۔
کاش چې زمونږ هم دا سعادت نصيب شي، مونږ هم بس! د الله ذِکر کوو، هر وخت د الله ذِکر کوو، تل د الله ذِکر کوو۔۔۔!!
د الله د ذِکر نه خالي ګړئ بے کاره دي
د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:
مَنْ قَعَدَ مَقْعَدًا لَمْ يَذْكُرِ اللهَ فِيهِ كَانَتْ عَلَيْهِ مِنَ اللهِ تِرَةٌ
ترجمه: څوک چې چرته کښيني او پۀ خپل مجلس کښې ذِکرُ الله اونکړي، د هغۀ هٰغه ناسته بيکاره ده۔
وَمَنِ اضْطَجَعَ مَضْجَعًا لَا يَذْكُرُ اللهَ فِيهِ كَانَتْ عَلَيْهِ مِنَ اللهِ تِرَةٌ
ترجمه: څوک چې پۀ بستره سملي او د الله پاک ذِکر اونکړي، د هغۀ ملاسته بيکاره ده۔([1])
وَمَا مَشَي اَحَدٌ مَمْشًى لَا يَذْكُرُ الله فِيهِ اِلَاّ كانَتْ عَلَيْهِ مَنَ الله ترَةٌ
ترجمه: او څوک چې پۀ لاره ځي، پۀ هغې کښې د الله پاک ذِکر اونکړي، د هغۀ تلل هم بيکاره دي۔ ([2])