Book Name:Zikr ul Allah Ke 40 Faide
اوريدل * د هغوئي سيرت لوستل دا هم ذِکر دے ۔
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ذِکرُ الله با لواسطه هم کيږي او بِلا واسطه هم * د الله پاک د ذات او د صفتونو ذِکر کول يا د هغې سوچ کول بِلا واسطه ذِکرُ الله دے * د هغۀ د محبوبانو د محبت چرچې کول ، د هغۀ د دښمنانو بد بيانول، ټول بِالواسطه د الله ذکرونه دي، وګورئ چې ټول قرآنِ کريم د الله ذِکر دے ولې چي پۀ دې کښې چرته خو د الله پاک د ذات او د صفتونو ذِکر دے، چرته د حضورِ پر نُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صفتونه او محامِد، چرته د کافرانو خبرې۔ ([1]) او د قرآنِ کريم تِلاوت بهترين ذِکر دے، معلومه شوه چې دا ټولې خبرې پۀ ذِکر کښې داخلې دي۔
د الله د ذِکرعادت څنګه جوړيدےشي؟
يو ځل د الله پاک نبي حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض اوکړو: يا الله پاکه! زۀ داسې عبادت کول غواړم پۀ کوم کښې چې خواري وي۔ الله پاک وفرمائيل: اے موسیٰ! پۀ تيز اواز زما ذِکر کوه۔
بيا حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام خو د الله پاک نبي دے، هغوئي چې کله د الله پاک ذِکر اوکړو نو خواري خو څۀ وه چې هغوئي له يـې ډير خوند ورکړو، هغوئي چې پۀ دويمه ورځ ذِکر اوکړو نو د وړومبۍ ورځې نه يـې هم زياته مزه ورکړه، داسې به چې کله هغوئي ورو ورو ذِکر کولو، خوند به يـې نور هم زياتيدو، هغوئي د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض اوکړو: