Book Name:Zikr ul Allah Ke 40 Faide
هم هلته کښيني او د الله پاک ذِکر کوي، د دې پورې چې نمر راوخيژي، دا خلق د ټولو نه زيات زر واپس کيدونکي، د افضل غنيمت والا دي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې د الله د ذِکرڅنګه څنګه فضيلتونه دي۔ کاش چې زمونږ هم د ذِکرُ الله کثرت کول نصيب شي۔
د الله د ذِکر 40 فائدې
پۀ کتابونو کښې ليکلے شوي دي چې: * د الله د ذکر پۀ برکت سره الله پاک راضي کيږي * د الله ذکر شيطان تښتوي او د هغۀ نه نجات حاصلوي * د الله ذکر فِکر او غم لرې کوي * د الله ذکر پۀ زړۀ کښې خوشحالي او سرور زياتوي * زړۀ او وجود مضبوطوي * زړۀ د غفلت نه رابيداروې * پۀ زړۀ کښې د الله پاک محبت زياتوي * د زړۀ نه هر قسمه ويره لرې کوې * د الله ذکر مخ پړقوي او زړۀ روښانه کوي * نسيان يعني د هيرې بيمارۍ نه بچ کول کوي* دروغ ،غيبت او چغلئ وغيره نه بچ کول کوي * د الله پاک قُرب نصيب کيږي * د الله د ذکر پۀ برکت سره سکينه نازليږي * رحمت او د فرښتو قرب نصيب کيږي * د الله ذکر د ارمان نه بچ کول کوي * د قيامت پۀ ورځ د الله پاک د عرش سورے ورکوي * پۀ دنيا کښې *پۀ قبر کښې *او په پلِ صراط باندې نور ورکوي *د الله ذکر انسان محبوب بنده جوړوي *د الله د ذکر پۀ برکت سره رزق زياتيږې *د دې پۀ برکت سره معرفت ميلاويږې*ګناهونه ختميږې*د عذاب نه نجات