Zikr ul Allah Ke 40 Faide

Book Name:Zikr ul Allah Ke 40 Faide

فِکر کښې مصروف اوسيدونکے نصيب شي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

د ډير عظمت والا څوک۔۔۔؟

حضرت سَهل بن مُعَاذ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل والِد صاحب نه روايت کوي: يو ځل د نُور محفل راجوړ شوے وو، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما وو، صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم حاضر وو، يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بارګاهِ رسالت ته حاضر شو او عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ جهاد کوونکو کښې د ټولو نه زيات عظمت والا څوک دے؟ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اَکْثَرُہُمْ لِلّٰہِ ذِکْراً يعنې څوک چې د الله پاک ذِکر پۀ کثرت سره کوي، هغه د زيات عظمت والا دے۔ صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دويمه پوښتنه اوکړه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ روژه دارو کښې زيات عظمت والا څوک دے؟ (مثلاً 100 کسان دي او 100 واړو روژه نيولې ده نو پۀ دوئي کښې د زيات عظمت والا څوک دے؟) خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اَکْثَرُہُمْ لِلّٰہِ ذِکْراً يعنې څوک چې د الله پاک ذِکر پۀ کثرت سره کوي، هغه د زيات عظمت والا دے۔

حضرت سَهل بن مُعَاذ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ داسې پوښتنې کولې، مثلاً يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ نـمونځ ګزارو کښې زيات عظمت والا څوک دے؟ پۀ زکوٰة ورکونکو کښې زيات عظمت والا څوک دے؟ داسې يـې د يو يو عبادت په باره کښې پوښتنه کوله، او خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هٰغه ټولو