Book Name:Zikr ul Allah Ke 40 Faide
ووئيل: تاسو ته څۀ پۀ نظر راځي؟ اِمام قشيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: آؤ! دا خلق ناست دي، ما ته پۀ نظر راځي۔ پيري ووئيل: د دې نه علاوه نورڅۀ پۀ نظر نۀ درځي؟ اوئې فرمائيل: نه۔ بيا مسلمان پيري د هغوئي پۀ سترګو باندې لاس کيښودو، بيا يـې لرې کړو او اوئې وئيل: اوس وګورئ! اِمام ابو القاسِم قشيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې خلقو ته وکتل نو څۀ ګوري چې د خلقو پۀ سرونو باندې تور کارغان ناست دي، د دغه کارغانو ويښتنه اوږدۀ اوږدۀ دي او دې ويښتو چا مخونه پټ کړي دي، د چا د سترګو پورې ، د چا د تندي پورې دي۔ اِمام قشيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې دا عجيبه منظر وليدو نو پۀ حيرانتيا سره يـې پوښتنه اوکړه: دا څۀ معامله ده؟ د هغوئي پيري دوست هم دا آيت ولوستو:
وَ مَنْ یَّعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمٰنِ نُقَیِّضْ لَهٗ شَیْطٰنًا فَهُوَ لَهٗ قَرِیْنٌ(۳۶) (پارہ:25، سورۀ زخرف:36)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او څوک چې د رحمان د ذِکر نه مخ واړوي نو مونږه پۀ هغۀ يو شيطان مقرر کړو نو هغه د هغۀ سره ملګرے اوسي۔
او اوئې وئيل: دا هم هٰغه شيطانان دي کوم چې پۀ دوئي باندې مسلط کړے شوي دي۔ پۀ دوئي کښې چې څوک غافِل وي، د هغۀ پۀ سَر باندې شيطان د کارغه پۀ شکل کښې کښيني، کله چې هغه ذِکر کوي نو شيطان لرې کيږي۔ ([1])
ذکرودرودہرگھڑی وردِزباں رہے میری فضول گوئی کی عادت نکال دو
الله پاک دې زمونږه د غفلت نه نجات نصيب کړي۔ کاش چې مونږ هر ساعت پۀ ذِکر او