Share this link via
Personality Websites!
کښې پيش کيدل خو ضرور دي...!! خو افسوس چې د قبر، د قيامت د پاره زمونږ سره هډو څۀ منصوبه نشته.
يو بل حديثِ پاک واورئ! او وګورئ چې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږه څنګه پوهه کړي يو چې څنګه مونږ پۀ خبره باندې پوهه شو او پۀ دې باندې عمل کوونکي جوړ شو، اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:
مَثَلُ هَذِهِ الدُّنْيَا مَثَلُ ثَوْبٍ شُقَّ مِنْ اَوَّ لِهٖ اِلٰی آخِرِهٖ
د دې دُنيا مثال د يوې کپړې پۀ شان دے او کپړه هم هٰغه کومه چې د سر نه تر اخره پورې شليدلې وې .
فَبَقِيَ مُتَعَلِّقًا بِخَيْطٍ فِي آخِرِهٖ
بس پۀ اخره کښې د يو تار نه انښتې ده.
فَيُوشِكُ ذَلِكَ الْخَيْطُ أَنْ يَنْقَطِعَ
بس نزدې ده چې دا تار هم وشليږي. ([1])
چا شاعر پۀ دې ډيره ښکلې رڼا اچولې ده او وئيلي يـې دي:
اِک یہ جہاں، اِک وہ جہاں، دونوں جہاں کے درمیاں
ہے فاصلہ اک سانس کا، گر آگئی تو یہ جہاں، گر رُک گئی تو وہ جہاں
دا صرف بس هم يو تار خو دے، وړوکے شان تار، کمزورے شان تار...!! يو څو منټه چې آکسيجن ميلاؤ نۀ شي نو ساه ودريدل شروع شي، ودريږي، ساه ډوبي راشي، بس
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami