Book Name:Maut Ke Beshumaar Asbab
عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړي، اخري سلګۍ راشي، ساه وه انښلي او هر څۀ هم داسې پاتې شي، چرته لاړو دولت، چرته لاړه ځواني، چرته لاړو طاقت او چرته لاړه هٰغه وعده...!!
بے وفا دنیا پہ مت کر اِعتبار تُو اچانک موت کا ہوگا شکار
دنیا میں رہ جائے گا یہ دبدبہ زور تیرا خاک میں مل جائے گا
تیری طاقت تیرا فن عُہدہ تِرا کچھ نہ کام آئے گا سرمایہ ترا([1])
حضرت سکندر ذُو القرنين (Alexander Zulqarnain) رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د چا ذِکرچې په قرآنِ کريم کښې هم راغلے دے، دا هم ډير لوئي بادشاه وو، هغوئي د مشرق او د مغرب سفر اوکړو. پۀ روايت کښې دي: يو ځل يو داسې ښار ته لاړو، چرته چې د خلقو سره د دُنيا مال بالکل نۀ وو، هغوئي قبرونه تيار کړي وو، کله چې به سحر شو نو هغوئي به د قبرونو خوا له تلل، د هغې ياد به يـې تازه کولو، هغه به يـې صفا کول او د هغې پۀ خوا کښې به يـې نـمونځونه کول. دا عجيبه خلق وو، ګيا، پاڼې او سبزيانې وغيره به يـې خوړلې او ځان به يـې پرې مړولو او د الله پاک پۀ عبادت کښې به مصروفه اوسيدل. حضرت سکندر ذُو القرنين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي د سردار خوا له تشريف يوړلو، د سلام دُعا کولو وغيره نه پس يـې ووئيل: زۀ تاسو پۀ داسې حالت کښې وينم چې يو قوم مې هم پۀ داسې حالت کښې نۀ دے ليدلے. سردار ووئيل: د کوم حالت خبره کوې؟ اوئې فرمائيل: دا چې ستاسو سره د دُنيا مال او دولت هيڅ هم نشته. * سردار ووئيل: مونږ سرۀ او سپين زر جمع کول بد ګڼو ځکه چې چا ته دا څيزونه ميلاؤيږي، هغوئي پۀ دې کښې مصروفه کيږي او اخرت ترينه هيريږي. حضرت ذو القرنين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پوښتنه اوکړه: تاسو قبرونه ولې تيار کړي دي؟ * سردار ووئيل: دا د دې د پاره چې کله مونږه قبرونو ته وګورو نو د هغې ياد تازه شي او د دې پۀ ذريعه