Book Name:Maut Ke Beshumaar Asbab
موقع باندې مونږه د خپلو ګناهونو نه توبه کړو * نوے کال شروع کيږي، د نوي کال شروع دې پۀ نيکو سره اوکړے شي * د ذِکرُ الله سره دې اوکړے شي * د نعت خوانئ سره دې اوکړے شي * د سجدو سره دې اوکړے شي *دا نوے کال ميلاؤيدل، د ژوند دومره ساعتونه نصيب کيدل دا خو هم د الله پاک نعمت دے، د دې شکر دې ادا کړے شي *د نوي کال دې نوي هدفونه وټاکلے شي، ښۀ ښۀ نيتونه دې اوکړے شي مثلاً * پۀ دې نوي راتلونکي کال کښې به دومره تلاوت کووم * دومره درودِ پاک به لولم * نور به ټول نـمونځونه کووم *که چرې قضا نـمونځونه وي نو د هغې دې زر تر زره د ادا کولو نيت اوکړے شي *رَمَضَانُ المُبَارَک تشريف راوړونکے دے، د اعتکاف نيت دې اوکړے شي *هره مياشت دې پۀ مدني قافِله کښې د سفر کولو نيت اوکړے شي * د نيک اَعمال رسالې دې هره ورځ پۀ پابندۍ سره د ډَکَوَلو نيت اوکړے شي * پۀ هفته واره د سُنَّتو نه پۀ ډَکه اجتماع او هفته واره مدني مذاکره کښې دې پۀ پابندۍ سره د شرکت کولو نيت اوکړے شي.
نيو ائير نائټ (New Year Night) پۀ نيکو کښې د تيرولو يوه بهترينه طريقه دا هم ده چې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ دې شپه عام طور پۀ مدني چينل نيغ پۀ نيغه (Live) مدني مذاکره کوي، پۀ دې مَدَني مذاکره کښې د حاضريدو نيت اوکړئ. اے کاش چې زمونږ د غفلت نه رابيداريدل نصيب شي، الله پاک دې مونږ ټولو ته د نيک جوړيدو، د نيکو کولو او د وخت د قدر د پوهې توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د رَجَب شريف د مبارکې مياشت برکتونه جاري