Book Name:اعوذ باللہ Parhnay Ke Fazail
پۀ لاس کلمه ووايو او د عذاب نه بچ شو خو هغوئي تشريف وړے وو۔ بيا هغوئي يوه منصوبه جوړه کړه که بوډاګان وو، که ځوانان ، که زنانه وې که ماشومان، ټول د کورونو نه راووتل، پيړې جامې يـې واغوستې، د ځنګل طرف ته روان شو، ټولو د الله پاک پۀ حُضُور کښې ژړا فرياد شروع کړو: اے کريم مالِکه! مونږه پۀ حضرت يُونُس عَلَیْهِ السَّلَام باندې ايمان راوړو، اے کريم مالِکه! مونږ توبه کوو۔
داسې هغوئي پۀ ژړا ژړا د الله پاک پناه وغوښته نو الله پاک د هغوئي توبه قبوله کړه او هٰغه عذاب کوم چې د هغوئي تر سرونو پورې راغلے وو، د هغې نه يـې هغوئي ته نجات عطا کرو۔([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې بنده کله پۀ دې پوهه شي چې زۀ بے وسه يم، پناه به صرف د الله پاک پۀ حُضُور کښې ميلاؤيږي نو ټول مشکلات ترينه لرې کيږي۔ الله پاک فرمائي:
وَ ظَنُّوْۤا اَنْ لَّا مَلْجَاَ مِنَ اللّٰهِ اِلَّاۤ اِلَیْهِؕ-ثُمَّ تَابَ عَلَیْهِمْ لِیَتُوْبُوْاؕ-اِنَّ اللّٰهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ۠(۱۱۸)
(پارہ:11، سورۀ توبه:118)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغوئي يقين وکړو چې د الله د ناراضګۍ نه (بچ کيدلو د پاره) د دې نه سِوا هيڅ پناه نشته، نو الله د هغوئي توبه قبوله کړه د پاره د دې چې هغوئي توبه ګار اوسي۔ بے شکه هُم الله توبه قبلوونکے مهربانه دے۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې د الله پاک پۀ پناه کښې د راتللو نه بغير زمونږه بله څۀ لار نشته۔ ځکه ښه هم دا ده چې مونږه د الله پاک پۀ پناه کښې راشو، د هغۀ پۀ حُضُور کښې عرض وکړو: مولیٰ! زۀ کمزورے يم، بے وسه يم، هيڅ نۀ شم کولے۔ اے کريم مالِکه! ستا دا کمزورے بنده ستا پۀ حُضُور کښې حاضر دے او ستا د پناه طلب ګار دے، زما پناه نصيب کړې۔