Book Name:اعوذ باللہ Parhnay Ke Fazail
يعنې اے اِنسانه! که شيطان تا ته وسوسه در واچوي، د الله پاک نافرمانۍ ته دې راغب کړي نو تۀ د هغۀ د شر نه د بچ کيدو د پاره د الله پاک پناه وغواړه، د رَبِّ کريم نه سوالونه وکړه، بے شکه هغۀ ستا د دعاګانو، خواستونو اوريدونکے، ستا د حَال نه خبر دے۔([1])
د دِين د لارې خطرناک ډاکو۔۔۔!!
حضرت جنيد بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي بزرګ تير شوے دے۔ هغوئي فرمائي: يوه شپه ما خوب وليدو، څۀ ګورم چې شيطان خپلې ټولې جامې ويستې دي او د اِنسانانو پۀ شان لوبې کوي۔ ما ترينه تپوس وکړو چې اے بے شرمه! تا له حيا نۀ درځي، جامې دې نۀ دي اغوستې او د خلقو مخې ته راځې؟ شيطان ووئيل: اے جنيده۔۔۔!! تۀ دوئي انسانان ګڼې؟ که دا انسانان وو نو زما پۀ موټې کښې به نۀ راګيريدل؟ ما ووئيل: ستا پۀ نزد حقيقي انسان څوک دے؟ اوئې وئيل: د شيراز پۀ جامع مسجد کښې درې کسان دي، هغوئي زما ژوند ډير ګران کړے دے، زۀ يـې کمزورے کړے يم۔
شيخ جنيدِ بغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زما سترګې وغړيدلې، زۀ د شيراز جامع مسجد ته لاړم۔ هلته واقعي چې درې بزرګان موجود وو۔ هغوئي چې زۀ وليدم نو اوئې فرمائيل: جنيده۔۔۔!! د هر چا پۀ خبره باندې يقين کوئ؟ فرمائي: زۀ کيناستم۔ هٰغه بزرګانو وفرمائيل: جنيده! پوهه شۀ! چا چې د شيطان مردود نه د الله پاک سره پناه وغوښته، هغۀ پۀ مضبوط دِين باندې کلک ودريدو۔ نور يـې وفرمائيل: ياد ساتۀ۔۔۔!! شيطان د دِين د لارې ډاکو دے۔ چې کله تۀ د الله پاک پناه غواړې نو هغه به ستا نه لرې تښتي او ډاکه به نۀ شي اچولے۔([2])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې شيطان د الله پاک د لارې خطرناک ډاکو دے، د دۀ نه که بچ کيدل غواړئ نو د الله پۀ پناه کښې به راځې، هُم هغۀ د قدرتونو والا رَبِّ کريم دے