اعوذ باللہ Parhnay Ke Fazail

Book Name:اعوذ باللہ Parhnay Ke Fazail

د مَدَني پنج سُورې نه دُعاګانې يادې کړئ!

د دې کومو څيزونو نه چې د پناه غوښتو ما ذِکر وکړو، پۀ دې کښې د ډيرو بيان د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ ډير ښکلي کتاب مدنی پنج سوره کښې موجود دے۔ دا کتاب حاصل کړئ! پۀ دې کښې چې خاص طور د کومو دعاګانو ذِکر دے، هغه لولئ! روزانه لوستلو دا دُعاګانې يادې کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيره فائده به درته حاصله شي۔

د تَصَوُّف وړومبۍ پوړۍ

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! هسې خو اَعُوْذُ باللہ اسانه وظيفه ده، لږ پۀ ذِهن باندې زور راوړئ چې پۀ ماشومتوب کښې چې کله د قرآنِ کريم لوستلو د پاره د قاري صاحب خوا له تلي وو نو هغوئي به مونږ ته وړومبے هم اَعُوْذُ باللہ ښودلې وه خو کيدے شي چې ډيرو خلقو ته د دې معنیٰ هم نۀ وي معلومه، لولي يـې، چې کله د تِلاوت سعادت حاصلوي، اَعُوْذُ باللہ عام طور لوستلے کيږي، د دې ترجمه څۀ ده؟ واورئ!

 ٭ د اَعُوذُ معنیٰ دہ: زۀ پناه غواړم۔ د چا؟

٭ بِاللهِ: د الله پاک۔ د کوم دښمن نه د بچ کيدو د پاره؟

٭ مِنَ الشَّيطٰنِ الرَّجِيم: د شيطان مَردُود نه۔  

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اَعُوْذُ باللہ لوستل لکه چې د مخلوق نه د خالِق طرف ته ګرځيدل دي او دا د تَصَوُّف وړومبۍ پوړۍ ده۔([1])


 

 



[1]...تفسیر نعیمی، جلد:1، صفحہ:44۔