Book Name:اعوذ باللہ Parhnay Ke Fazail
د بدۍ 70 دروازې
حضرت مکحول رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: چا چې ووئيل: لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّۃَ اِلّا بِاللہ وَ لَا مَنْجَاَ مِنَ اللہ اِلَّا اِلَیْہِ الله پاک به د هغۀ نه 70 قِسمه تکليفونه لرې کړي۔ پۀ کومو کښې چې د ټولو نه د کمې درجې تکليف تنګدستي ده۔([1])
خير! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د بيان خلاصه دا ده چې مونږ له د اِسْتِعَاذَہ عادت جوړول پکار دي۔ يعنې د الله پاک پناه غوښتل پکار دي۔ اسانه طريقه دا هم ده چې اَعُوْذُ بِاللہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ پۀ کثرت سره لولئ، پۀ دې يوه جُمله کښې بنده اِقرار کوي چې ٭ ما خپل ځان پيژندلے دے، ډير کمزورے يم ٭ ما ته دا هم معلومه ده چې شيطان زما د ټولو نه سخت دښمن دے ٭ او ما ته دا هم پته ده چې د الله پاک د پناه نه بغير که هر چرته هم يم، محفوظ نۀ يم، ځکه زۀ د الله پاک پۀ پناه کښې راځم۔ کله چې بنده داسې د الله پاک پناه غواړي نو رَبِّ کريم ډير رحمان او رحيم دے، بنده ته پناه عطا کوي۔ کله چې د الله پاک پناه ميلاؤ شي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! يو شيطان خو څۀ دے چې کروړونه شيطانان هم زمونږه هيڅ نۀ شي کولے۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدرسة الـمدينه بالِغان
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د ګناهونو نه د نفرت د جذبې موندلو، د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو د سعادت حاصلولو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تنظيم دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط کړئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښۀ پۀ شوق برخه